Home » 2021 (page 14)

Yearly Archives: 2021

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه دوې اوونۍ وروسته په اسلام‌اباد کې کېږي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي خبر ورکړی چې د افغانستان وضعيت په تړاو د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډه به، د روانې ډيسمبر په ۱۹مه په اسلام‌اباد کې ترسره شي. نوموړي پرون ناوخته په لاهور کې خبريالانو ته ويلي، په دې غونډه کې چې ټول تمرکز ...

Read More »

امريکا: د مخکينيو افغان سرتېرو د وژلو او ورک کېدو راپورونه اندېښمنوونکي دي

رویداد خبري آژانس

د امريکا متحده ايالاتو د يو شمېر هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې ګواکې د افغانستان د مخکينيو امنيتي او دفاعي ځواکونو منسوبين په سيستماتيکه توګه په نښه کېږي او ان په زور له خپل کور او کلي هم ورک کېږي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت له لوري ...

Read More »

فرانس پرېس: ځيني استخباراتي مالومات ښيي چې د طالبانو مشر کلونه وړاندې وژل شوی

د فرانسې خبري اژانس داسې څېړنيز راپور خپور کړی، چې په کې يو شمېر استخباراتي ادارو د طالبانو اوسني مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د وژل کېدو پخلی کړی. د فرانس پرېس خبري اژانس د خپلو څېړنو پرمهال د کندهار په سپيروان کلي کې چې د ملا هبت‌الله کور په کې ...

Read More »

پوتين د افغانستان وضعيت په اړه له جوبايډن سره غږېږي

روسي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين به په راتلونکو ورځو کې له خپل امريکايي سيال جوبايډن سره د افغانسان وضعيت او اړوند نورو مسئلو په اړه خبرې وکړي. د کريملېن يوه سلاکار اوشاکوف پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۲مه) ويلي، چې ټاکل شوې دا لېدنه ...

Read More »

قهرېدلو پاکستانيانو دين ته سپکاوي په تور سرېلانکايي وګړی له وژلو وروسته سوځولی

د پاکستان په پنجاب ايالت کې قهرېدلو خلکو وروسته له هغې يو سرېلانکايي وګړی وواژه چې دين ته پر سپکاوي تورن شو. د نوموړي کس نوم پريانتا کمارا ښودل شوی او قهرېدلو خلکو له وژلو وروسته د نوموړي جسد په اور کې سوځولی. عيني شاهدانو ويلي چې خلک د کمارا ...

Read More »

امريکا: د ښځو په اړه د طالبانو فرمان ښه اقدام دی؛ خو نور کار ته هم اړتيا شته

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وسټ د طالبانو د رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده له هغه فرمان هرکلی کړی، چې پر بنسټ يې د ښځو اجباري ودول منعه شوي دي. نوموړي په خپل ټوېټر کې ويلي، د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو ياد فرمان پر ځای ...

Read More »

ملګري ملتونه: د افغانستان کشالې دري‌نيم ميليونه خلک په کور دننه بې‌ځايه کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو برخه يا UNHCR وايي، په افغانستان کې د وروستيو کلونو پرمهال روان کړکېچ د دغه هېواد ۳نيم ميليونه وګړي په کور دننه بې ځايه کړي دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ وياند بابر بلوچ پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۲مه) خبريالانو ته ...

Read More »

شاهين: د روسيې له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د ملاتړ تمه لرو

د اسلامي امارت له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نوماند محمد سهېل شاهين وايي، تمه لري چې روسيه به د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو په کمېټه کې د افغانستان د استازولۍ ملاتړ وکړي. نوموړي له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، اسلامي امارت ...

Read More »

د سوماليې په پلازمېنې موګادېشو کې موټر چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوماليې چارواکو خبر ورکړی چې په پلازمېنې موګادېشو ښار کې د موټربم چاودنې له امله لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي. چارواکو ويلي چې چاودنه د ملګرو ملتونو پر امنيتي پرسونل د يوه ښوونځي مخې ته شوې او له همدې کبله ...

Read More »

د سوېډن تازه ټاکل شوې لومړۍ وزيرې له څو ساعته کار وروسته استعفا وکړه

د سوېډن لومړۍ وزيرې چې تازه ټاکل شوې وه او د دندې پيلولو يې يوازې څو ساعته کېدل، د يوې بې سارې پرېکړې له مخې بېرته له خپلې دندې استعفا وکړه. مګډالينا انډرسن د تېرې چهارشنبې په ورځ د (لېندۍ په ۳يمه) د سوېډن لومړۍ وزيرې په توګه وټاکل شوه. ...

Read More »