Home » 2021 (page 117)

Yearly Archives: 2021

د اسرائیل صدراعظم عربي متحده اماراتو ته ځي

رویداد خبري آژانس

تمه ده د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن عربي متحده اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ شي. د ښاغلي نیتن یاهو دفتر د دې سفر په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې خو په اسرائیل کې مطبوعاتو تېره ورځ ویلي چې صدراعظم به پنجشبنه د مارچ په ۱۱ (کب۲۱) عربي ...

Read More »

عبدالعزیز کاملوف له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی

رویداد خبري آژانس

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون چهارشنبه (د کب۲۰مه نېټه) په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي. د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغانستان د ...

Read More »

د یونان یوې محکمې ۲ افغانان په پنځه کاله بند محکوم کړل

رویداد خبري آژانس

د یونان یوې محکمې دوه افغانان تېر کال په لېسبوس ټاپو کې د کډوالو کمپ ته د اور ورته کولو په جرم په ۵ کال بند محکوم کړل. د محکوم شوېو افغان پناه غوښتونکو مدافع وکیلانو پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) ناوخته فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې محکمې ...

Read More »

ریاست: له برېښنایي پېژندپاڼو پرته هېچا ته پاسپورټ نه ورکوو

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د پاسپورټ ریاست وایي نور یوازې د برېښنایي پېژندپاڼو لرونکو ته پاسپورت صادوري. د دغه ریاست لخوا په یوه اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه(د کب ۲۰مه نېټه) خپره شوه، راغلي چې نور به هېچا ته له الکترونیکي تذکرې پرته پاسپورټ ورنه کړي. تر دې وړاندې د احصایې ملي ...

Read More »

لغمان کې د چهاردهي ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

رویداد خبري آژانس

د لغمان ولایت د پوهنې ریاست وایي، د دې ولایت مرکز پورې اړوند د چهاردهي د هلکانو منځني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه. د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالله حمیدي په وینا یاده ودانۍ د ۵ جریبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول د ۴۱۱۴۵۷۷۷ افغانیو په ...

Read More »

مالیې وزارت: روانه میاشت کې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید ټول شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د مالیې وزارت وایي،د روان مالي کال د کب میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې یې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه وزارت لخوا رسنیو ته په استولي شوي پیغام کې راغلي چې له دې شمېر ۶۱۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارده ...

Read More »

سږکال میدان وردګو کې څه باندې۳۱ ټنه شات تولید شوي

رویداد خبري آژانس

سږکال په میدان وردګو کې څه باندې۳۱ ټنه ګبین ( شات) تولید شوي دي. د دغه ولایت د کرنې رییس ولید احمد تسل وایي، چې د مچیو روزلو له ۱۶۱ کوچنیو او لویو فارمونو څخه چې ۵ زره او۵۵۱ کورنۍ په کې روزل کېږي، سږکال څه باندې ۳۱ ټنه شات ...

Read More »

دفاع وزارت: په کندهار کې ۳۱ طالبان ووژل شول

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي او هوایي ځواکونو کندهار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ طالبان ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل. له دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو ...

Read More »

جان کري: امریکا او اروپايي ټولنه دې د اقلیمي بدلونونو برخه کې ګډې هڅې وکړي

رویداد خبري آژانس

د چاپیریال ساتنې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي، مخکې تر دې چې د نړۍ د اقلیمي بدلونونو تخریب د نه جبران حالت ته ورسېږي، اړتیا ده چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه دې برخه کې ګډې هڅې وکړي. جان کري د مارچ پر نهمه په ...

Read More »

چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام پیل کړ

رویداد خبري آژانس

چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام د هغو کسانو لپاره پیل کړ چې د سفر نیت لري. دا ډیجیټال تصدیق چې په‌کې د کرونا ویروس د ازموینې نتیجه معلومه شوې وي، د دوشنبې په ورځ د (وي چټ) په نوم د ټولنیزو رسنیو له لارې پيل شو. د ...

Read More »