Home » 2021 » نوومبر (page 9)

Monthly Archives: نوومبر 2021

سهېل شاهين: اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته معيارونه پوره کړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ لپاره د اسلامي امارت له لوري نومول شوی استازی سهېل شاهين وايي، اسلامي امارت د اړينو پړاوونو په طی کولو سره هغه ټول معيارونه پوره کړي، چې له مخې يې بايد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي وکړي. نوموړي له رويداد خبري ...

Read More »

مجاهد: اسلامي امارت په اقتصاد برخه کې له لويې ننګونې سره مخ دی

د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد مني چې دامهال په افغانستان کې د عامو افغانانو اقتصادي وضعيت ناسم دی او زياتوي چې وضعيت په پام سره په اوس کې اسلامي امارت د اقتصاد له پلوه له عمده ننګونې سره مخ دی. نوموړي نن يوه خبري کنفرانس ته وويل، په اوسنيو شرايطو ...

Read More »

د چين د افغانستان په اړه د نوي ډهلي په ناسته کې خپل ګډون رد کړ

د چين بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د هند په کوربه‌توب د افغانستان وضعيت او دغه راز د سيمه‌ييز امنيت په اړه په نننۍ غونډه کې ګډون نه کوي. د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وېنبينګ پرون سې‌شنبه د (لړم په ۱۸مه) ناوخته دا اعلان د يوه خبري ...

Read More »

د نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ واده شوه

د ماشومانو د زده‌کړو د برخې فعاله او د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د واده کېدو خبر ورکړی دی. نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې د واده انځورونه هم خپاره کړي دي. ملالې له خپلو انځورونو سره لېکلې چې واده يې د سې‌شنبې د (لړم په ۱۸مه) ...

Read More »

نن د سيمې هېوادونه هند کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (لړم په ۱۹مه) ګاونډي او د سيمې هېوادونو استازي په نوي ډهلي کې سره جرګه او په افغانستان کې به د موجوده وضعيت په تړاو به بحث وکړي. پرون سې‌شنبه يو شمېر هندي رسنيو راپور ورکړی چې په غونډه کې د ګډون په موخه ...

Read More »

ملګري ملتونه: د ژمي په رانږدې کېدو سره په افغانستان بشري اړتياوې ورځ تر بلې ډېرېږي

د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې اداره يا UNHCR وايي، په افغانستان کې د بې ځايه شويو کورنيو وضعيت ته په پام سره داسې ښکاري چې د ژمي په را رسېدو سره بشري اړتياوې ورځ تر بلې زياتېږي. دې ادارې تازه په يوه ټوېټ کې ويلي چې د بشري مرستو ...

Read More »

د نېجر په يوه ښوونځي کې د اور لګېدنې له امله ۲۶تنه زده‌کوونکي وژل شوي

د نېجر هېواد په يوه ښوونځي کې د اور لګېدنې پېښې له امله، لږ تر لږه د ښوونځي ۲۶ تنه زده‌کوونکي وژل شوي دي. پېښه پرون دوشنبه د (لړم په ۱۷مه) د دغه هېواد مارادي ښار کې رامنځته شوې ده. د فرانسې خبري اژانس د دغه ښار د ښاروال چايبو ...

Read More »

ميرکل: دا چې په افغانستان کې د يوه پياوړي سياسي نظام پر جوړولو ونتوانېدو، خپه يم

د جرمني لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل وايي، هېواد يې د ناټو په چوکاټ کې ډېره هڅه وکړه څو په افغانستان کې يو پياوړی سياسي نظام رامنځته کړي، خو ونه توانېد. نوموړې له ډوېچه‌ويله سره په يوه ځانګړې مرکه کې چې پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۱۷مه) خپره شوې ويلي، ...

Read More »

ملت‌پال ګوندونه له PTM سره په ګډه د علي وزير خلاصون لپاره اعتراض پيلوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM فعلانو خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه غورځنګ د مخکښ علي وزير د خلاصون په موخه له ملت‌پاله ګوندونو سره په ګډه پراخ ولسي اعتراض پيل شي. د دغه غورځنګ غړی نديم عسکر وايي، ټاکل شوې چې د عوامي ملي ګوند، ...

Read More »

نړيوال بانک: اوس امکان نه لري چې له افغانستان سره مستقيمې مرستې وکړو

د نړيوال بانک رئيس ډيوېډ مالپاس په افغانستان کې د وضعيت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي، په اوس کې دا هېڅ امکان نه لري چې نړيوال بانک دې په مستقيمه توګه افغانستان ته مرستې ورکړي. نوموړي پرون دوشنبه د (لړم په ۱۷مه) د امريکا ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو ...

Read More »