د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ وسله وال طالبان وژلي او ۱۱۲ نور یې ټپیان کړي دی. دغه وزارت نن سې شنبه (د زمري ۵مه نېټه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو ...
Read More »Monthly Archives: جولای 2021
د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۴۰ کوچني بندونه جوړېږي
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې شاوخوا ۴۰ کوچني بندونه جوړېږي، چې د اوبو په مدیریت کې به مهم رول ولري. د دغه ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن سې شنبه (د زمري ۵مه نېټه) رسنیو ته ویلي، ...
Read More »تکواندو؛افغان لوبغاړي له خپل کوریایي سیاله ماته وخوړه
افغان تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري نن سهار سې شنبه (د زمري په ۵مه) د المپیک په سیالیو کې له خپل کوریایي سیال ان کیو دان سره مخامخ شو. دا سیالۍ چې د کابل پر وخت د سهار ۷:۴۵ پیل شوه، کوریایي لوبغاړي وکولی شوی چې خپل افغان سیال ته د ...
Read More »د سعودي د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته ځي
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته ځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو پرون یو لنډ خبر ورکړی. په یوه اعلامیه کې راغلي چې د شاه محمود قریشي په بلنه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د ...
Read More »جو بایډن:ژر به په عراق کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوو
د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه به په عراق کې د داعش پر وړاندې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي او په دې توګه به امریکا په بشپړه توګه ...
Read More »جي شینکر:سبا له امریکا سره د افغانستان په اړه جدي خبرې لرو
دهندوستان د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر وايي د افغانستان په اړه به له امریکا سره جدي خبرې کوي. جي شینکر په تازه څرګندونو کې ویلي چې سبا یې له خپل امریکایي سیال سره په نوي ډهلي کې ګوري او په دې لیدنه کې به پر مهمو مسایلو خبرې کېږي. ...
Read More »د امریکا سفارت:طالبان دې روان پوځي عملیات ته ژر تر ژره ودروي
په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا له وسله والو طالبانو غوښتي چې روانو پوځي عملیاتو ته ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي. یاد سفارت پرون د یکشنبې په ورځ (د زمري ۳مه نېټه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا پوځي تحرکات د خبرو له لارې یوه ...
Read More »د تونس ولسمشر پارلمان فسخه او لومړی وزیر له دندې ګوښه کړ
د تونس ولسمشر د سیاسي بحران د زیاتېدو په لړ کې لومړی وزیر هاشم المیشیشي له دندې ګوښه او پارلمان منحل کړ چې د ده سیاسي مخالفانو دغه کار کودتا بللې ده. د تونس ولسمشر قیس سعید، پرون د یکشنبې په ورځ (د زمري ۳مه نېټه) په ټلوېزیوني وینا کې ...
Read More »په کابل کې د هسپانیا سفیر:له افغان سولې او لاس ته راوړنو له ساتلو ملاتړ کوو
په کابل کې د هسپانیا سفیر ګبرائیل فیران کارین وایي له افغانستان سره به یې مرستې او همکارۍ دوام کوي. په کابل کې د هسپانیا سفیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو جدي اړتیا ...
Read More »د قزاقستان ولسمشر له پوتین سره پر افغان سولې غږېدلی
د قزاقستان ولسمشر قاسم جمعرات د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره پر افغان سولې غږېدلی دی. د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې قاسم جمعرات په یوه ټلیفوني مکالمه کې له ویلادیمیر پوتین سره پر افغانستان، دلته اوسني وضعیت، سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي. پوتین ویلي چې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس