پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې حاضر دي څو د امريکا له حکومت سره د هغه امريکايي وګړي په خلاصون کې مرسته وکړي چې د ۲۰۲۰کال په جنوري کې د وسلهوالو طالبانو له لوري له کابل څخه اختطاف شوی و. امريکايۍ رسنۍ ABC نيوز په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د ...
Read More »Monthly Archives: جون 2021
ګران هېواد:پاکستان دې طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي
دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي تمه لري چې پاکستان به طالبان با مفهومه خبرو ته وهڅوي. د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او په دې څوک سترګې نه شي پټولی. ...
Read More »بينيت: نړيوال دې د ايران اټومي هوکړې ته له ستنېدو وړاندې ښه غور وکړي
د اسرئيلو لومړی وزیر نفتالي بينيت د ايران په ولسمشريزو ټاکنو کې د ابرهيم رئیسي بريا په اړه خواشيني وښوده او نوموړی يې جلاد وباله. بينيت چې پرون يکشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) يې د کابينې لومړنۍ غونډه پرانېسته وويل، رئيسي په ايران او نړۍ کې پر دې مشهور دی ...
Read More »د افغان حکومت یو پلاوی راتلونکې اونۍ قطر ته ځي
ټاکل شوې چې د افغان حکومت یو پلاوی په راتلونکې اونۍ کې قطر ته لاړ شي. د افغان سولې بهیر ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې په ټپه ولاړ مذاکرات د ټولو اړخونو د اندېښنې وړ دي نو له همدې امله افغان حکومت یو تازه پلاوی دوحې ته لېږي ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د جګړې له امله پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان TTP او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې او په ياده نښته کې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ پاکستاني پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ هم ياده نښته تائيد کړې او د يوې خبر پاڼې په خپرولو ...
Read More »بلخ کې د امبرکول کرنيز کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د اوبو د تنظيم ملي اداره وايي، په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ اړوند امبرکول کرنيز کانال د جوړونې چارې په بشپړه توګه پای ته رسېدلي او نن د يکشنبې په ورځ د (غبرګولي په ۳۰مه) ګټې اخيستنې ته هم وسپارل شو. د يادې ادارې رئيس خان محمد تکل په ...
Read More »پر جنسي تيري تورن مفتي عزيز الرحمن ونيول شو
د عزيز الرحمن په نوم هغه مفتي چې څو ورځې وړاندې يې پر خپل زدهکوونکي د جنسي تيري وېډيو په ټولنيزو رسنيو کې ښکته او پورته کېده، د پوليسو له لوري ونيول شو. د پاکستان پوليسو خبر ورکړی چې نوموړی يې نن يکشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) له څو ځله ...
Read More »ارمنيايان نن په پارلماني ټاکنو کې رايې ورکوي
د ارمنيا خلک نن يکشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) په پارلماني ټاکنو کې د ګډون او رايې ورکولو په موخه د رايو مرکزونو ته راوتلي دي. د ارمنيا لومړی وزير نېکول پاشينيان تمه لري چې دا ځل ټاکنو کې به د خلکو له پراخ باور سره مخ شي او د ...
Read More »برادر: په افغانستان کې د نظام ټینګښت د افغانانو په یو بل منلو پورې اړه لري
په قطر کې د وسلهوالو طالبانو سياسي دفتر رئيس ملا عبدالغني برادر وايي، په افغانستان کې د يوه اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو په داخلي قربانیو، تېرېدنې او یو بل منلو پورې مربوط دی. نوموړي په خپله يوه تازه ليکنه کې چې (څرنګ به یو باثباته، مستحکم او پرمختللی افغانستان ...
Read More »برازيل کې د کرونا له امله ۵۰۰زرو ته د مړو شمېر رسېدو خلک پارولي
د برازيل په سرا سر کې زرګونه کسان د شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۲۹مه) وروسته له هغې د پراخو لاريونونو په موخه لارو او کوڅو ته را ووتل، چې په هېواد کې يې د کرونا له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۵۰۰زره تنو ته ورسېد. دوی نېوکه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس