Home » 2021 » فبروري (page 8)

Monthly Archives: فبروري 2021

مرتضوي: د مولوي انصاري خلاف یواځې خبرپاڼې بسنه نه کوي

رویداد خبري آژانس

د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار، شاه حسین مرتضوي د مولوي انصاري ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې انصاري د تندلارۍ نوې بڼه ده او په وینا یې چې په تېرو شلو کالو کې حتی د طالبانو مشرانو هم داسې څرګندونې نه دي کړي. شاه حسین مرتضوي ویلي چې ...

Read More »

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ایران ته رسېدلی

رویداد خبري آژانس

ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي تهران ته رسېدلی دی. ایراني رسنیو ویلي چې ګروسي به د دغه سفر پر مهال د ایران د ملکي اټمي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحي او د اټمي انرژۍ نړیوالې اداره کې د ایران له ...

Read More »

د کابل د دروازو او لویو لارو لږ تر لږه ۲۵۰ مؤظفین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شول

رویداد خبري آژانس

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کابل د دروازو او لویو لارو نږدې ۲۵۰ مؤظفین له دندو لیرې او عدلي او قضایي ادارو ته‌یې معرفي کړل. د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع وایي، دوی ته د موټر چلوونکو د مرکو او خپلو سرچینو له لارې معلومه شوې وه ...

Read More »

سټولټنبرګ: ناټو د افغان سولې د بریالي کېدو هڅه کوي

رویداد خبري آژانس

د ناټو عمومي منشي وایي، د دغې ټلوالې غړي هېوادونه د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر بریالی کړي. ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون شنبې په ورځ (د کب ۳ مه نېټه) له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال ...

Read More »

افغان ولسمشر یو ځل بیا د موقت حکومت له وړاندیزونو سره مخالفت وکړ

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د موقت یا لنډمهاله حکومت له وړاندیزونو سره په کلکه مخالفت څرګند کړ. ښاغلی غني وایي، نړیوال‌یې هره ورځ د نظام په پلوي خبرې کوي او په خبره‌یې تر هغو چې ژوندی وي، چاته به د موقت حکومت اجازه ورنه‌کړي. محمد اشرف ...

Read More »

انګلا مرکل: جرمني ځواکونه چمتو دي افغانستان کې پاتې شي

رویداد خبري آژانس

د جرمنی صدراعظمه انګلا مرکل وايي که اړتیا وه، د جرمني ځواکونه چمتو دي چې د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي. مېرمن مرکل د شنبې په ورځ فبروري ۲۰ (کب ۲) د مونیخ په امنیتي‌ کنفرانس کې وویل: «د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه مننه ...

Read More »

امریکا؛ یو ځل بیا له طالبانو سره د شوي تړون پر بیا کتنې ټینګار وکړ

رویداد خبري آژانس

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پر بیا کتنه ټینګار وکړ. ښاغلي بلېنکن پرون بي بي سي ته په دې اړه وویل: “موږ دې ته اړتیا لرو چې د متحد ...

Read More »

ایران: که واشنګټن بندیزونه لېرې کړي ځینې اقدامات پای ته رسوو

رویداد خبري آژانس

ایران وايي، که واشنګټن  بندیزونه ترې لېرې کړي، نو ټول هغه اقدامات به پای ته ورسوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي سره په ټکر کې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه) پر ټویټر په یو بیان کې ویلي، که ...

Read More »

دفاع وزارت: پکتیکا کې درې طالبان وژل شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ کې ۳ طالبان وژلي او ۱ بل یې ژوندی نیولی دی. د دغه وزارت لخوا نن شنبه (د کب ۲مه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” تېره ...

Read More »

صرافان: څو چې افغانستان بانک مو غوښتنې ونه مني کار بندیز به وي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې د افغانستان بانک له لوري د دوی غوښتنو ته د نه پاملرنې له امله نن شنبه (د کب ۲مه) بيا يوه اعتراضیه ناسته وکړه. دغو صرافانو له تېرو ١٤ ورځو راهیسې کار بندیز اعلان کړی. د دغې شورا ویاند هاشم روضه یي نن شنبه ...

Read More »