Home » 2021 » جنوري (page 29)

Monthly Archives: جنوري 2021

ناپېژنده وسله والو په پاکستان کې ۱۱ شیعه کان کېندونکي وژلي

رویداد خبري آژانس

په پاکستان کې چارواکي وايي ناپېژنده وسله والو ۱۱ کان کېندونکي تښتولي او بیا یې وژلي دي. دا پېښه د جنوري ۳ (مرغومي ۱۴) د بلوچستان ایالت د مرکز کویټه په ۵۰ کیلو مېترۍ کې د «مچه» په سیمه کې شوې ده. چارواکي وايي‌ چې په دغه پېښه کې یو ...

Read More »

اتارپرادیش کې د مړي سوځولو پر مهال کوټه نړیدلې او ۱۸کسان وژل شوي

رویداد خبري آژانس

په هندوستان کې چارواکي‌ وايي د یکشنبې په ورځ جنوري ۳ (مرغومي ۱۴) د مړي سوځولو پر مهال پر راټولو شویو ویرکوونکو د یوې سرپناه چت رالویدلی او ۱۸ تنه په کې وژل شوي دي. دغه پېښه د هند اتارپرادیش ایالت د مرادنګر د غازي اباد په سیمه کې شوې ...

Read More »

کرنې وزارت؛ راتلونکي کال کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۳۲ جریبه متراکم بڼونه جوړوي

رویداد خبري آژانس

دافغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې ددې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې په ۱۴۰۰مالي کال کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۳۲متراکم بڼونه جوړ کړي. یاد وزارت زیاتوي، په دغو جوړېدونکو بڼونو کې به د مڼو، شفتالو، ناکو، الو، انارو او ...

Read More »

دفاع وزارت:کندهار کې ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول

رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت وایي چې د کندهار ولایت ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې تېره ورځ ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره کړې اعلامیه کې راغلي:” تېره ورځ د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ...

Read More »

بیګ باش؛ راشد خان د زیاتو ویکټ اخیستونکو بالرانو د لیست په سر کې دی

رویداد خبري آژانس

د اسټرالیا په کورنیو تجارتي سیالیو بیګ‌ باش کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې نامتو او تکړه افغان لوبغاړي راشدخان ارمان تر دې دمه تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستې او د لیست په سر کې ځای لري. راشدخان په اوو لوبو کې په ۱۹،۷ ایکانومي سره تر دې دمه ۱۱ ویکټې ...

Read More »

د کابل پولیسو طالبانو پورې اړوند یو کور چې مقناطیسي ماینونو کې ساتل کېدل پیدا کړی

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند کارته نو سیمه کې یو کور چې په کې مقناطیسي ماینونه ساتل کیدل پیدا شوی او ورڅخه څلور تنه ترهګران سره له چاودیدونکو توکو ونیول شول. د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو ناسته کې ...

Read More »

د افغان حکومت مرکچي پلاوی نن دوحې ته ځي

رویداد خبري آژانس

ټاکل شوې چې سبا د جنورۍ په پنځمه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو پیل شي نو په همدې موخه به د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی نن دوحې ته روان شي. بلخوا مرکچي پلاوي تېره ورځ ناوخته له ولسمشر غني سره کتلي دي او د خپلو ...

Read More »

هېواد کې تازه ۲۰۳ کسان په کرونا وېروس اخته شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تازه ۲۰۳ کسان په کرونا وېروس د اخته کېدو او ۸ تنه د مړه شوو خبر ورکړی دی. له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۹۰۹ ته ...

Read More »

لویې څارنوالۍ د رشوت اخیستلو په تور درې تنه نیول شوي سناتوران په ضمانت خوشي کړي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان لویه څارنوالي وايي،هغه درې تنه سناتوران چې د رشوت اخیستلو په تور یې نیول و په ضمانت خوشي کړي دي. لویه څارنوالۍ وايي، د سناتورانو د توقیف موضوع له مشرانو جرګې سره هم شریکه شوې وه، خو مشرانو جرګې تصویب نه‌کړه. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن ...

Read More »

افغان ولسمشر:د ښوونځیو اوسنی نصاب اصلاحاتو او پراخو بدلونونو ته اړتیا لري

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي د افغانستان د ښوونځیو اوسنی نصاب اصلاحاتو او پراخو بدلونونو ته اړتیا لري. ولسمشر غني پرون شنبې (د مرغومي ۱۳) د پوهنې وزارت له سرپرست وزیرې رنګینې حمیدي سره کتلي ټینګار کړی چې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو بشپړ او هر اړخیز ملاتړ کوي. ...

Read More »