Home » 2021 » جنوري (page 26)

Monthly Archives: جنوري 2021

کابل کې د څړځايونو ۷۷ زره جریبه ځمکه سروې شوه

رویداد خبري آژانس

په کابل کې څه باندې ٧٧ زره جريبه څړځايونه سروې شول. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزارت ویاند حشمت الله ناصري د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۶ ( مرغومي۱۷) ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د هېواد په کچه ټول څړځايونه د ملي پانګې په توګه د معقولې ...

Read More »

مایک پومپیو:اسیایي هېوادونه اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو ته هڅوو

رویداد خبري آژانس

مایک پومپيو وایي، اسیایي هېوادونه اسراییل سره د اړیکو عادي کولو ته هڅوو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې له یو شمېر اسیایي هېوادونو سره یې مذاکرات پیل کړي څو له اسراییل سره اړیکې عادي کړي. پومپيو له بلومبرګ سره په مرکه کې ویلي، له یو شمېر ...

Read More »

لویې څارنوالۍ؛ په روان کال کې د ادارې فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي کړې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، یادې ادارې په روان ۱۳۹۹ کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي کړې ده. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن چهارشنبه جنورۍ ۶ (مرغومې ۱۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اداري فساد دغه قضیې د ملکي او نظامي سټکور ...

Read More »

هېواد کې تازه ۱۰۲ کسان په کرونا وېروس اخته شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۱۰۲ کسان په کرونا وېروس اخته شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۲۰۷ ته رسېدلی دی. د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې ...

Read More »

کرنې ریاست: نورستان کې ۵۰۰ مېرمنو ته ته د کار زمینه برابره شوې

رویداد خبري آژانس

د نورستان د کرنې ریاست په دې ولایت کې۵۰۰ مېرمنو ته د کار زمينه د برابرېدو خبر ورکړی دی. د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې ۵۰۰ مېرمنو ته د کرکېلي په برخه کې په کور د ننه د کار کولو ...

Read More »

نیوزلېنډ پاکستان ته په ټیست لوبه کې ستره ماتې ورکړه

رویداد خبري آژانس

د نیوزیلېنډ کرکت ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په ټیست سیالی کې چې د یوې پاڼۍ او ۱۷۶ منډو په ستر توپیر يې ماتې ورکړه. په دې لوبه کې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۹۷ منډې کړې وې، چې نیوزیلېنډ بیا په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په ...

Read More »

اروپایي ټولنې له طالب وسله والو د اوربند غوښتنه کړې

رویداد خبري آژانس

اورپایي ټولنه وایي، په افغانستان کې روان تاوریخوالی د اندېښنې وړ دی، که طالبان په ریښتیا سوله غواړي اوربند دې وکړي. په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو له پیل راهیسې په افغانستان کې ...

Read More »

ولسي جرګه: مذاکراتي ټیمونه دې ژر تر ژره اوربند ته لار هواره کړي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان ولسي جرګې غړي وایي د طالبانو او افغان حکومت مرکچي پلاوي ترمنځ باید مذاکرات چټک شي. د ولسي جرګې غړو د نن چهارشنبه د جنورۍ ۶ ( مرغومي ۱۷) د غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ...

Read More »

ازبکستان؛د کابل په ګډون پر ۱۳ ولایتونو وارداتي برېښنا قطعه کړې

رویداد خبري آژانس

برښنا شرکت وايي، ازبکستان د کابل په ګډون پر ۱۳ ولایتونو وارداتي برېښنا قطعه کړې ده. د افغانستان برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۶ (مرغومې ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې یاده ستونزه د ازبکستان د برښنا تولید په دستګاه کې د تخنیکي ستونزه له ...

Read More »

د نړۍ تر ټولو سختې پنځه ژبې

رویداد خبري آژانس

دا چي يوه ژبه څومره سخته ده، د ليکلو، د تلفظ، د لغت او جمله جوړولو او نورو اصولو باندي مربوط وي. خو د زده کوونکي فردي مشخصات هم مهم وي. دلته هغه پنځه مشهوره ژبې وپېژنئ چي د يونيسکو په وينا «د نړۍ تر ټولو سختې ژبې» دي: ۱ـ ...

Read More »