Home » 2020 » دسمبر (page 5)

Monthly Archives: دسمبر 2020

امنیتي چارواکي: هلمند کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن ( د مرغومې ۵ مه ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره ورځ طالبانو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ خسرآباد، سرخدوز او خلجي اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي و. په اعلامیه کې راغلي چې ...

Read More »

د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني په یوه وسلوال برید کې ووژل شوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي وسلوالو د کاپیسا ولایت مدني فعاله او د ښځو حقونو فعاله  فرشته کوهستاني ووژله. د یاد وزارت ویاند طارق ارین وویل فرشته د کاپیسا کوهستان ولسوالۍ په عزت خیلو کلي کې د موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو سره وژل شوې. ارین زیاتوي په ...

Read More »

تېرو۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وېروس ۲۳۴ پېښې ثبت شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وبا ۲۳۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۵۹۴ ته رسېدلی دی. د روغتیا وزارت په وینا، په همدې ...

Read More »

پکتیا کې بزګرو مېرمنو لپاره ۱۵۰ شنې خونې جوړېږي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې د ژمي په موسم کې د سبو تولید لپاره د پکتیا په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پر ۱۵۰ بزګرو مېرمنو د شنوخونو جوړولو لپاره د اړوندو توکو د وېش لړۍ ...

Read More »

ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ که بغداد کې امریکایان زیانمن شول مسوول یې تاسې یئ

رویداد خبري آژانس

ډونالډ ټرمپ ایران ته تازه خبرداری ورکړی دی، که بغداد کې امریکایان زیانمن شي مسوول به یې ایران وي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندیز برید مسوول ایران دی. د نوموړي په وینا ایران ته ...

Read More »

افراسیاب خټک: هدفي وژنې او د عامه تاسیساتو ویجاړول د افغانانو کار نه دی

رویداد خبري آژانس

افراسیاب خټک وایي،چې هدفي وژنې او د عامه تاسیساتو ویجاړول د افغانانو کار نه دی د پښتونخوا وتلی سیاستوال افراسیاب خټک په خپله تازه څرګندولو کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، د جګړو اوج او هدفي وژنې د جدي اندېښنې وړ مسئلې بللې دي. نوموړي ویلي افغانان داسې یو دښمن ...

Read More »

کریستوفر مېلر:ټول امریکایي ځواکونه په مې میاشت کې له افغانستان وځي

رویداد خبري آژانس

د امریکا د ملي دفاع سرپرست وزیر، کریستوفر مېلر وایي غواړي افغانستان کې ټول میشت امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې خپل هیواد ته واستوي. کریستوفر میلر د تیرې سه شنبې په ورځ یې د کابل سویل کې د (مورهید) کمپ کې خپلو ځواکونو سره لیدنه کې ...

Read More »

اسرائیل له پنځم مسلمان هېواد سره د اړېکو عادي کېدل اعلان کړي

رویداد خبري آژانس

د اسرائیل د سیمه ییزې همکارۍ وزیر هیله څرګنده کړې چې د دونالد ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې له پای ته رسیدو دمخه به اسرائیل د پنځم مسلمان هیواد سره رسمي اړیکې ټینګې کړي. د اسرائیل د سیمه ییزې همکارۍ وزیر اوفر اکونیس د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۳ ...

Read More »

په کندهار او هرات کې د اوربشو حاصلات زیات شوي

رویداد خبري آژانس

د کندهار او هرات ولایتونو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو چارواکي وایي، چې سږ کال یې د اوربشو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د یادو ولایتونو د کرنې ادارې د چارواکو په وینا، په یادو ولایتونو کې سږکال د اوربشو کروندې او حاصلات د پام ...

Read More »

فرانسه؛ د یو تن وسلوال په برید کې درې پولیس وژل شوي

د راپورونو له مخې په فرانسه کې یو تن درې پولیس هغه مهال ووژل چې یاد پولیس د یوې کورنۍ د تاوتریخوالي د کنټرول لپاره روان و. راپورونه وايي دغه پېښه د فرانسې په سن ژوست ښار کې رامنځته شوې ده.  دغه درې فرانسوي پولیس غوښتل د یوې ښځې مرستې ...

Read More »