دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي ملي پولیسو منسوبینو په کابل، کندهار او بلخ ولایتونو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وژنې، تېري، د موټر د غلا او د لوټونې په تور نیول شوي. د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ...
Read More »Monthly Archives: اکتوبر 2020
د پاکستان سفارت؛افغانانو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیا راولي
پاکستان وايي افغانانو ته د وېزې په ورکړه کې اسانتیا راولي او د ویزو د ورکړې لپاره یې نوي پلانونه جوړ کړي دي. په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په هرات، مزار شریف، ننګرهار او کابل کې یې افغانانو ته د وېزې ...
Read More »په افغانستان کې تېرو۲۴ ساعتونو کې ۷۱تنه په کرونا وېروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۵۶۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۷۱ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره ...
Read More »ولسمشر: طالبانو ته به پرلښګرګا برید ډېر ګران تمام شي
د هلمند والي جنرال یاسین خان پر خپله رسمي صفحه لیکلي چې ولسمشر غني ورسره د هلمند د روان وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. دده په خبره ولسمشر غني د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي چې طالبانو ته به پر هلمند وروستی برید ډېر ...
Read More »امام علي رحمان پنځم ځل د تاجکستان ولسمشر شو
د تاجکستان د ټاکنو مرکزي کمېسيون لومړنۍ پايلې او په دغه هېواد کې ټولپوښتنې ښيي چې د تېرې ورځې ولسمشريزو ټاکنو کې امام علي رحمان تر نورو نوماندانو ډېر مخکې دی او د پنځم ځل لپاره يې ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي. د دغه هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، امام ...
Read More »کونړ کې د ماینونو، چاودېدونکو او نشه یي توکو د انتقال په تور ۸ کسان نیول شوي
کونړ کې د تروریستي شبکو سره د اړیکو، ماینونو، چاودېدونکو او نشه یي توکو د انتقال په تور ۸ کسان نیول شوي. د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، د ملي امنیت ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې د بېلابېلو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۹۲ حلقې مایونونه، ۱۴۷ کیلو ...
Read More »وسله والو غلو کابل کې یو ډاکټر په خپل درملتون کې وژلی
وسلهوالو غلو تېره شپه د کابل په دشت برچي سیمه کې یو ډاکټر په خپل درملتون کې وژلی. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، دغه پېښه پرون ماښام د ۸:۰۰ بجو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوې چې وسلهوالو غلو په دښت برچي سیمه کې په یوه ...
Read More »طالبانو د کندهارـ لښګرګاه دوراهي کې د سب ستېشن دوه فني کارکوونکي او یوشمېر امنیتي ساتونکي له ځان سره بیولي
د افغانستان برېښنا شرکت وايي،د کندهار ـ لښکرګاه دوراهي «سب ستېشن» د طالبانو لاس ته لوېدلې دی. یاد شرکت ویلي چې طالبانو د دغه «سب ستېشن» دوه فني کار کوونکي او ۱۵ امنیتي ساتونکي له ځان سره بیولي او تر هغه وروسته د سیمې خلکو د یاد سب ستیشن د ...
Read More »اروپایي ټولنه او روسیه: اذربایجان او ارمنستان دې اوربند مراعات کړي
د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې په تازه څرګندونو کې ویلي چې تر اوربند وروسته جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او دا به د ملکیانو تلفات لوړ کړي. اروپایي ټولنه وایي دواړو لورو ته په کار ده چې اوربند مراعات کړي او د خلکو ژوند وژغوري. د روسیې ...
Read More »راندپال:د امریکا ولسمشر له افغانستان د پوځیانو د ایستلو په برخه کې جدي دی
امریکایي سناتور راند پال وایي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو په برخه کې جدي دی. سناتور راند پال وايي چې تازه یې له ولسمشر ټرمپ سره د افغانستان د وضعیت پر سر خبرې کړې دي. دده په وینا ټرمپ ژمنه کړې چې ژر ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس