د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یاد وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، اومې، اتمې، نهمې، لسمې، یوولسمې او نولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د وسایطو د پلېټ نمبرونو د غلا، لواطت او شکونې په تړاو او همدارنګه د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، له نیول شویو کسانو څخه څلور میله تفنګچې هم ترلاسه شوې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس