د (وان يس تايناز) په نوم يوه چينايي شرکت ويلي، چې په افغانستان کې په لوړ کيفيت او لوړه بيه د دې هېواد د ځينو کاني سيمو کيندنې ته چمتوو دی.
د چارو ادارې په يوه خبرپاڼه کې نن سېشنبه د (چنګاښ په ۲۸مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، د دې چينايي شرکت مسوولانو د چارو ادارې له مرستيال نورالحق انور سره په ليدنه کې ويلي، چې د کان کيندنې لپاره د افغانستان حکومت ته د لوړې بيې ورکولو ته تيار دي.
د دې شرکت رئيس جانګ باو مبنګ د ليدنې پرمهال ويلي، چمتوو دی چې د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د کان کيندنې قرادادونه په لوړه بيه ترلاسه کړي.
نوموړي زياته کړې، چې شرکت يې د مسلکي پرسونل او تخنيکي وسايلو په لرلو سره کولی شي، چې د افغانستان کانونو په کيندنه کې مسلکي رول ولوبوي.
له دې سره نورالحق انور د وان يس تايناز له شرکت څخه په مننې ټينګار کړی، چې نوموړی شرکت دې خپل شرطونه د يوه رسمي مکتوب له لارې مطرح کړي.
انور ويلي، چې د ياد شرکت له لوري په رسمي توګه د شرطونو له شريک کېدو وروسته به، په دې اړه له اړوند وزارت او نورو ادارو سره په ګډه لازمه پرېکړه وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس