Home » افغانستان » ټاکل شوی چې هېواد کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون جوړ شي
سره میاشت

ټاکل شوی چې هېواد کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون جوړ شي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره په لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی. په دې ليدنه کې د زړه د ناروغیو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د سوري زړه د درملنې پر وضعیت خبرې شوې دي او د دې برخې د پیاوړتیا لپاره د نویو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو هم خبرې شوې دي.

د سرې میاشتې مشرتابه همداراز ويلي، چې هڅې روانې دي څو په نږدې راتلونکي کې د سوري زړه ناروغي لرونکو ماشومانو د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون جوړ کړي. د پلان له مخې، په دغه روغتون کې به هر کال شاوخوا ۲۰۰۰ ماشومان د متخصصو ډاکټرانو له خوا درملنه کېږي، چې دا به د هېواد دننه د درملنې امکانات پراخ کړي او د بهرنیو درملنو اړتیا به کمه کړي.

ويل شوي په همدې لیدنه کې د کورنیو بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو د وضعیت، د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د بشري مرستو د زیاتوالي پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي او دواړو لورو د مرستو پر دوام، د روغتیا او بشري خدماتو د پیاوړتیا او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ککړه هوا؛ د انسان او طبیعت پر وړاندې دوامداره ګواښ

په داسې حال کې چې ...