Home » سپورټ » میدان وردګو کې د کرکټ میدان جوړیږي
رویداد خبري آژانس

میدان وردګو کې د کرکټ میدان جوړیږي

د افغانستان  کرکټ بورډ وايي، دا لوبغالی به د یو نیم کال په موده کې بشپړې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلې، چې د میدان وردګ ولایت د کرکټ لوبغالي د ځمکې لېږد چارو له بشپړېدو وروسته یې پرون په رسمي توګه ددغه لوبغالي د رغولو چاري پيل کړې.

په یاده خبرپاڼه کې راغلې، چې دا لوبغالی په مرکز میدان ښار کې پر ۲۲ جریبه ځمکه جوړیږي، چې د ۴ زره نندارچیانو د ځایولو ظرفیت به ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي بیا په دې تړاو پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلې، چې په هیواد کې د کرکټ مروجولو لپاره د اسانتیاوو راوستل او لوبغالو جوړول مهم ګامونه دي.

کرکټ بورډ وايي، چې اداره یې د نورو ډګرونو ترڅنګ په رغنیزو چارو کې هم بنسټیز کارونه پر لاره اچولې، چې په ګټې اخیستو سره به یې هیوادوال په ځانګړې توګه د کرکټ لوبغاړي برخمن شي او له لارې به یې ډېر پټ استعدادونه راپیدا شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...