د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې ځلانده ستوری محمد نبي په «شپږيزه کرکټ لیګ» کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې محمد نبي نن (سه شنبې، د زمري ۲۳مه) کابل ته راغلی دی.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د شپږيزې په لیګ کې به محمد نبي د «مسعینک» په لوبډله کې لوبېږي.
د کرکټ شپږيزې لیګ پرون ( دوشنبې، د زمري په ۲۲مه) په کابل کې پيل شو.
په سږني لیګ لوبډلې د امو نهګان، بندامیر ښاماران، بست ساتونکي، سپین غر پړانګان او میس عینک لوبډلې شاملې دي.
د ویلو ده چې د کرکټ یو شمېر افغان ستوري لکه راشد خان، مجیبالرحمن او رحمانالله گربز، هم دې لیګ ته بلل شوي، خو لا نه دي راغلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس