د ماشومانو د ژغورنې موسسه وایي چې له پاکستان څخه د راستانه شویو کډوالو د ژوند د ښه والي لپاره افغانستان د نړیوالې ټولنې مالي مرستې ته اړتیا لري.
دې موسسې د یوې نظر پوښتنې د پایلو په خپرولو سره ویلي چې له پاکستان څخه راستانې شوې ۹۹سلنه کډوالې او کوربه کورنۍ د یوې یا دوو راتلونکو میاشتو لپاره خوراکي توکي نه لري.
د دې نظر پوښتنې پر اساس ۴۰سلنه راستانې شوې کورنۍ په اوونۍ کې لږ تر لږه درې ورځې خوراکي توکي پور کوي او ۱۳ سلنه نورې یې هره ورځ خوراکي توکي په قرض رانیسي.
د ماشومانو ژغورنې موسسې د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ د سپټمبر راپدېخوا د ۲۵۰ زره ماشومانو په ګډون ۵۲۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.
له بلې خوا د بلې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) ویلي چې له پاکستان څخه راایستل شویو افغانانو ته اندېښمن دي.
دې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي چې راستانه شوي له بېوزلۍ او بې روزګارۍ سره مخ دي او له روغتیایي خدمتونو بې برخې دي.
د کډوالو د ایستلو دویم پړاو د اپرېل له ۱۵ مې نېټې پیل شوی او ټاکل شوې چې شاوخوا ۸۰۰ زره نور افغان کډوال له پاکستان څخه وایستل شي.