په غزني کې د ا.ا مسوولان وایي چې په یاد ولایت کې د ماین چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي دي.
باختر خبري اژانس د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس، حميدالله نثار په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه د یاد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې شوې او په پایله کې یې نهه ماشومان وژل شوي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د ناچاودو توکو دا چاودنه پرون (يکشنبې، د وري ١٢مه) د ګیرو ولسوالۍ په ځدران کلي کې شوې ده.
ویل کېږي، دا چاودنه هغه وخت وشوه چې ماشومانو له جګړې څخه په دې پاتې شوي ماين لوبې کولې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس