Home » افغانستان » ستندرد ادارې ایران ته د بې‌کیفیته تېلو ۶ ټانکر بېرته ورګرځولي

ستندرد ادارې ایران ته د بې‌کیفیته تېلو ۶ ټانکر بېرته ورګرځولي

د ا.ا د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۶ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز بندر له لارې يې ۶ ټانکره بې کیفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د تخار – بدخشان لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې

د بدخشان مسوولینو د سیلابونو ...