د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ننګرهار کې د وروستي ترهګریز برید په اړه غبرګون ښودلی دی
او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي ددې اړتیا ده چې ددغه ډول بریدونو او ترهګرو ډلو مالي ملاتړي، همکاران، روزونکي، تجهیزوونکي، مشران او لارښوونکي عدالت ته راکاږل شي
د امنیت شورا همداراز پر نړیوالو غږ کړی چې له افغانستان سره دې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپله همکاري ډېره کړي.
يادې شورا ويلي په روانو سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي.
امنیت شورا ویلي په افغانستان کې د وسله والو اوسني فعالیتونه نه یوازې دغه هېواد بلکې ټولې نړۍ ته خطر دي چې باید نړیوال دې مسئلې ته جدي پام وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس