په افغانستان کې د ملګرو سياسي استازولۍ يا يوناما خبر ورکړی، چې د دغه سازمان امنيت شورا په پام کې لري څو د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي.
يوناما په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ټاکل شوې دا ناسته سبا چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) ترسره شي او په کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانکړې استازې ډيبرا لاینز د افغانستان وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې کړي.
دا په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو وروسته، دا درېيمه ځانګړې ناسته ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري ترسره کېږي.
داسې احتمال شته چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ښايي د خپل سبانۍ ناستې پرمهال د افغانستان په اړه يو لړ پرېکړې هم وکړي.
له دې وړاندې اروپايي تولنې خبر ورکړی و چې نړيوال د اوکراين وضعيت ترڅنګ په افغانستان کې هم د وضعيت څارنه کوي او د اسلامي امارت له لوري يې په کابل او ځينو ولايتونو کې د روان تصفيوي عملياتو مخالفت کړی.
دې ټولنې له اسلامي امارت غوښتي چې ژر روان عمليات ودروي او عامو افغانانو ته دې په يوه او بل نوم مزاحمت نه کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس