د مخابراتو او معلوماتي ټکناوژۍ وزارت د سیمکارټونو د ثبتولو د غوره مدیریت لپاره یو پرمختللی سسیسټم جوړ کړی چې د الکټرونیکي پېژندپاڼو د احصایې ملي او معلوماتو ادارې له سیسټم سره وصل دی.
د یاد وزارت ویاند، عنایتالله الکوزی په اېکس پاڼه لیکلي چې له دې وروسته به ټول مخابراتي شرکتونه د سیمکارټ د ثبتولو پرمهال د مشتري د پېژندلو تاییدي د دې سیستم له لارې د احصایې ملي او معلوماتو ادارې څخه ترلاسه کوي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د دې سیسټم له لارې هېڅوک نه شي کولای په جعلي پېژندپاڼه سیمکارټ ثبت کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکناوژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال په افغانستان کې ۲۵میلیونه فعال سیمکارټونه شته، چې له دې ډلې تر اوسه ۱۰میلیونه سیمکارټونه په الکټرونیکي پېژندپاڼو ثبت شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس