Home » اقتصادی » د شنو ممیزو د پروسس برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو
رویداد خبري آژانس

د شنو ممیزو د پروسس برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هو کړه لیک لاسلیک شوه.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې دغه تړون نن شنبه (د کب ۳۰مه) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې او د انار کرنیزو خدماتو شرکت ترمنځ اسلیک شو.

یاد وزارت وایې، دا پروژه د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې ستر رول لوبولی شي او د ځان بسایني په لور یو ستر ګام دی.

د کرنې وزارت وایې، د دې پروژې په پلي کولو سره به د صادراتو کچه لوړه او د ښځینه او نارینه کارګرانو لپاره د کار زمینه برابره شي او د معیاري پروسس وروسته به په کور دننه او همدارنګه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د کرنې وزارت په وینا، په راتلونکو اوونیو کې به څلور نور ورته هوکړه لیکونه له خصوصي شرکتونو سره په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...