Home » افغانستان » د ایران د بشري حقونو سازمان: ایران کې په تېرو اوو میاشتو کې ۲۰ افغانان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان: ایران کې په تېرو اوو میاشتو کې ۲۰ افغانان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان د راپور له مخې چې د روان کال په تېرو لومړیو اوو میاشتو کې په ایران کې ۲۰افغانان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو دې سازمان شنبه د زمري ۱۳مه په یو راپور کې لیکلي چې په ټوله کې د تېرو اوو میاشتو په لړ کې په ایران کې څه کم ۳۰۰ کسان اعدام شوي دي.

دا سازمان چې له ایران څخه دباندې فعالیت کوي راپور ورکړی چې ۲۰افغانان، ۴۲بلوچ، ۲۰کردیان او ۱۵ ښځینه هم په اعدام شویو کسان کې شامل دي.

د ایران د بشري حقونو د دې ادارې د معلوماتو له مخې ۱۷۲ کسان د نشه یي توکو او ورته جرمونو په تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران په زندانونو کې دې اعدام د حکوم د صادرولو له زیاتوالي خبرداری ورکړی او په دې اړه یې د «نړیوالې ټولنې د ځانګړې پاملرنې» غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...