د اوبو او برېښنا وزارت تائيد کړه، چې ايران ته يې د کمال خان بند اوبه ور خوشې کړي او د دې هېواد سيستان بلوچستان ته رسېدلي دي.
د نوموړي وزارت سرپرست عبدالطيف منصور په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دا کار يې د اوبو د تنظيم د قانون په چوکاټ کې، د نېمروز د خلکو په غوښتنه کړی دی.
دغه اعلاميه چې پرون يکشنبه د (زمري په ۱۶مه) خپره شوې په کې د منصوف له قوله ويل شوي، چې د اوبو د تنظيم قانون په چوکاټ کې د اوبو او برېښنا وزارت اړ دی، څو د اوبيزو سرچينو د تنظيم، د خلکو د اړتيا پوره کولو او د دوی هوساينې په موخه لازم ګامونه پورته کړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې ايران ته به د هلمند سيند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ لمريز کال کې د شوې هوکړې پر بنسټ اوبه ورکړل شي او له دې پرته به د نوموړي په خبره يو څاڅکی اوبه هم ضايع نه شي.
ايران تېرو شلو کلونو کې د هلمند سيند د اوبو په اړه نوموړي تړون ته پابند نه دی پاتې شوی او تل يې له خپل حق زياتې اوبه ترلاسه کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس