د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي غزني ولایت کې په جلا بریدونو کې دوه ویشت طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت وایي تېره ورځ وسله والو طالبانو پلان درلود چې د غزني ده یک ولسوالۍ د (تاسن) سیمه کې پر ګډو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو برید وکړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري په شا تمبولي شوي دي.
د دفاع وزارت په وینا په دغه برید کې د طالبانو د سرګروپ ملاحنان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان وزل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

همداراز دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تېره شپه هم افغان ځواکونو د غزني ولایت اندړ ولسوالۍ په چاردیوار سیمه کې د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي.
یاد وزارت زیاته کړې”: د افغان ځواکونو په ځوابه بریدونو کې د ملاشریف او ملافتح الله په ګډون ۹ تنه طالبان وزل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي”.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت همداراز زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د وسله والو طالبانو یو میل کلاشینکوف او یوه پایه ایکم مخابره لاسته راوړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس