Home » اقتصادی » برېښنا شرکت:د ازبکستان وارداتي برېښنا ۴۰۰ میګاواټه ته لوړه شوه
رویداد خبري آژانس

برېښنا شرکت:د ازبکستان وارداتي برېښنا ۴۰۰ میګاواټه ته لوړه شوه

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.

برښنا شرکت وایي، وړاندې د ازبکستان د برېښنا پنځو دستګاوو کې د عارضې رامنځته کېدو له امله نوموړي هیواد افغانستان ته د خپلې برېښنا کچه را ټیته کړې وه.

دغه شرکت وایي، دغه راز د افغانستان برښنا شرکت د رهبري پلاوي له خوا جدي هڅې روانې دي څو د برښنا حالت د عادي کېدو په موخه د برښنا له واردونکو هېوادونو سره د انرژي کمښت ستونزه هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهسي په کابل ښار کې د برښنا نه شتون خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې له ازبیکستان وارداتي برښنا پر کابل او ټول افغانستان قطع شوې ده چې د برښنا شرکت په خبره د تخنیکي ستونزې له کبله دغه برښنا درېدلې ده خو بلخوا ځینې ګنګوسې شته چې ګواکې د افغانستان د برښنا شرکت ازبکستان هېواد ته پیسې نه دې ورکړې او ډېرو قرضداريو له کبله ازبیکستان خپله برښنا پر افغانستان قطع کړه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...