باختر خبري اژانس په راپور کې راغلي چې په باميان او هلمند ولایتونو کې د طبيعي پيښو له امله ١٢ کسان مړه شوي دي.
د باختر خبري اژانس په راپور کې راغلي چې پرون جمعه د وري ۳۱مه د باميانو په مرکز دهن خشک کلي کې د يوې کورنۍ دریو کسانو د غرښوييدنې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد خبري ژانس خبر ورکړی چې په هلمند کې په دوو جلا طبیعي پیښو کې نهه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې له دغو کسانو څخه اووه تنه په کجکي ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله او دوه تنه نور په ګرشک ولسوالۍ کې د يوه کور د چت د لوېدو له امله مړه شوي دي.
باختر همدراز ليکلي چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طبيعي پيښو له امله ٧٠ تنه مړه او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.