په هرات کې د رېل پټلۍ مشر، محمد نسیم محمدي ویلي له افغانستان څخه ترکیې ته د اورګاډي لومړۍ ټرانزیټي تګ په ایران کې ځنډول شوی دی.
محمدي د دې اورګاډي د درولو د لامل په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې لامل يې له ايران سره تړاو لري، دوى بايد خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.
تر دې وړاندې یوې ایراني رسنۍ خبر ورکړی و، چې دا اورګاډی (شنبه د ثور لومړۍ نېټه) د ایران د روزنک اورګاډي سټیشن ته ننوتی، خو ایران دغه اورګاډي ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.
یوې باخبره سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د دې اورګاډي د درېدو موضوع تر څېړنې لاندې ده، خو ښايي د دغه اورګاډي د نه پرېښودلو لامل مالي ستونزې وي.
د افغانستان لومړی ترانزیتي رېل ګاډي د جمعې په ورځ له هرات څخه ترکیې ته د هرات – خواف رېل پټلۍ له لارې خپل سفر پیل کړ.
ټاکل شوې وه چې دا رېل ګاډی د ایران له لارې د ترکیې مرسین ښار ته ورسېږي.