د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۴۸ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۳۲ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۶ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې له کرونا وبا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو ۹۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا یو زر او ۴۸۱ کسان مړه شوي او ۳۳ زره او ۴۴۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس