Home » افغانستان » افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې دا ځل د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه پرون (دوشنبې، د لړم ۲۸مه) ترسره شوه، لومړی توپوهنه افغان لوبډلې وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان سره یې مقابلې لوبډلې ته د ۳۵۹ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپوهونکو کې فیصل خان په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې وکړې، چې ۱۲ شپږیزې او ۶ څلوریزې یې پکې شاملې وې دغه راز لوبډلمشر محبوب تسکین بیا ۱۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه برخه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ۴۵.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۹۰ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې نصرت نورستاني، نظیف‌الله امیري او خاطر ستانکزي دوې دوې او نصیرخان او حفیظ الله یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.

دا په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان دویمه پرله ‌پسې بریا ده، له دې وړاندې افغان لوبډلې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته د سل منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلو ترمنځ سبا درېیمه سیالي ترسره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...