د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هند په نوي ډیلي کې د ۲۰۲۶ کال د بریکس په ۱۸مه سرمشریزه کې ویلي، چې د نړۍ اقتصادي، نفوسې او جیوپولیټیک واقعیتونه د ۱۹۴۵ کال له وضعیت سره ډېر توپیر لري او نړیوال بنسټونه باید د اوسني نړیوال نظم له اړتیاوو سره سم اصلاح شي.
هغه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پراخولو او د نړیوالو پرېکړو په بهیر کې د مخ پر ودې هېوادونو د لا زیات حضور ملاتړ کړی دی.
ګوترېش همداراز د نړیوالو اقتصادي او مالي بنسټونو، په ځانګړي ډول د برېټنووډز نظام، د اصلاح غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې نړیوال مالي جوړښتونه باید عادلانه، ټولشموله او د مخ پر ودې اقتصادونو د زیاتېدونکي وزن څرګندوی وي.
د بریکس د مالي چارواکو په وروستیو بحثونو کې هم د نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق د اصلاح، د استازیتوب د زیاتولو او د پرېکړو په بهیر کې د نوظهورو اقتصادونو د ونډې د پیاوړتیا غوښتنه شوې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړیوالې پراختیا لپاره تمویل، ټکنالوژي، اقلیمي عدالت او سوله مهم لومړیتوبونه بللي دي. هغه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نابرابرۍ د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ډېری مخ پر ودې هېوادونه لا هم د محاسبوي ځواک، معلوماتو او اړینو مهارتونو له کمښت سره مخ دي؛ له همدې امله د ملګرو ملتونو د مصنوعي ځیرکتیا د علمي پینل او د AI د نړیوالې حکومتولۍ د خبرو اترو ترڅنګ، د دغو هېوادونو د ظرفیت لوړولو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کوي.
ګوترېش
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس