د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرکټ ملي لوبډله نن شنبه د (سلواغې په ۲۳مه) د بنګلدېش له لوبډلې سره د سياليو ترسره کولو په موخه دې هېواد ته روان شوه.
د کرکټ بورډ د مسوولانو په خبره، ملي لوبډلې له بنګلدېش لوبډلې سره د لوبو کولو په موخه بشپړ چمتووالی نيولی او زياتوي چې له ياد سفر وړاندې يې په قطر کې پر تمريناتي کمپونو سربېره، د نيدرلېنډ له لوبډلې سره د يو ورځنيو لوبلړۍ هم ترسره کړې ده.
ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو او دوو شل اووريزو لوبلړۍ د روانې فبروري په ۲۳مه پيل او د راتلونکي مارچ تر ۵مې به دوام وکړي.
له دې وړاندې افغان لوبډلې له نيدرلېنډ لوبډلې څخه څلور يو ورځنۍ سيالۍ چې په يوه لوبلړۍ کې شاملې وې، ګټلي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس