Home » دسته‌بندی نشده » چینایي ډاکټره:خپل ژوند به په طبي برخه کې د افغانانو خدمت ته وقف کړم

چینایي ډاکټره:خپل ژوند به په طبي برخه کې د افغانانو خدمت ته وقف کړم

د شینهوا آژانس د راپور له مخې د دغه هېواد یوې ډاکټرې افغانستان کې له کرونا ناروغي سره تر بریالۍ مبارزې وروسته میرویس روغتون کې خپل ۱۱ میاشتینی ماموریت پای ته رسولی او بېرته بیجینګ ته ستنه شوې ده.

د اینا په نامه دې چینایي متخصصې د تېر کال په اګسټ میاشت کې د سور صلیب (ای سي ار سي) نړیوالې کمیټې تر چتر لاندې په افغانستان کې په فعالیت پیل وکړ او د کندهار په میرویس روغتون کې یې هم د نسایي ولادي څانګه کې کار کاوه.

راپور کاږي، دا د افغانانو لپاره د نوموړې لومړی کار نه دی بلکې؛ هغې مخکې تر دې هم پنځه ځله د افغانانو لپاره بشري مرستې برابر کړې دي.

نوموړې د بېجینګ د سرطاني ناروغیو په یو روغتون کې دنده پرېښوده او افغانستان کې یې له خطرونو ډک خو ستر بشري فعالیت ته ملا وتړله.

راپور د اینا له قوله لیکلي، دا خپل کار ته د یو دروند مسوولیت په سترګه ګوري او خوښه ده چې په طبي برخه کې د هغو کسانو مرسته کوي چې ډېره اړتیا ورته لري.

هغې ویلي، دا به یې وروستی ماموریت نه وي او په خبره یې، که چېرته افغانان د دې مرستو ته اړتیا ولري نو خپل ټول ژوند به د هغوی خدمت ته وقف کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د خوړو نړيوال پروګرام: دافغانستان دوه پر دریمه برخه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ...