Home » افغانستان » په کابل کې د افغانستان د رغونې او بیارغونې څلورم کورنی او نړیوال نندارتون جوړ شو
نندارتون

په کابل کې د افغانستان د رغونې او بیارغونې څلورم کورنی او نړیوال نندارتون جوړ شو

په کابل کې د افغانستان د رغونې او بیارغونې څلورم کورنی او نړیوال نندارتون جوړ شوی، چې د ا.ا د چارواکو، د ساختماني شرکتونو د استازو او د خصوصي سکټور د مسوولینو په ګډون پرانیستل شوی دی.

د دغه نندارتون موخه د هېواد د ودانیز صنعت وده، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې راجلبول او د بیارغونې په برخه کې د همکاریو پراختیا ده.
په دغه نندارتون کې کورني او بهرني شرکتونه خپل تولیدات، ساختماني خدمتونه او تخنیکي وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي، څو له یو بل سره سوداګریزې اړیکې ټینګې او د ګډو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.

د نندارتون مسوولینو هیله څرګنده ګړې چې د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل به د هېواد د ودانیزو چارو د پرمختګ، د خصوصي سکټور د فعالیتونو د پراختیا، د پانګونې د جلب او په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اغېزمن تمام شي.

فتانه کمال

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغان کډوالو د اخراج د مخنیوي لپاره د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ګډې هڅې

د امریکا د استازو جرګې ...