Home » سیمه او نړی » په هسپانیه کې د اورګاډو د ټکر له امله درې ورځنی ملي ماتم اعلان شو
هسپانیه

په هسپانیه کې د اورګاډو د ټکر له امله درې ورځنی ملي ماتم اعلان شو

د هسپانیې پاچا شپږم فیلیپ په دغه هېواد کې د اورګاډو د ټکر له امله د قربانیانو په یاد او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

د شاهي فرمان له مخې، ملي ماتم د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۹مه د شپې ۱۲ بجې پیلېږي او د اکتوبر تر ۳۱مې د شپې ۱۲ بجو پورې به دوام وکړي.

د دې مودې په ترڅ کې به د هسپانیې ملي بیرغ پر دولتي ودانیو او د دغه هېواد د سمندري ځواکونو پر بېړیو نیمه ځوړند وي.

د ملي ماتم اعلان په داسې حال کې کېږي چې د اورګاډو د ټکر د پېښې جزئیات او د هغې پایلې لا هم د پام وړ دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۱ کاله پوره شول

نن (شنبه، د اکتوبر ۲۴مه) ...