Home » دسته‌بندی نشده » په بنګله‌دېش کې د ډینګي ناروغۍ د خپرېدو چټکتیا؛ ۱۱۷ کسان مړه شوي
بنګله‌دېش

په بنګله‌دېش کې د ډینګي ناروغۍ د خپرېدو چټکتیا؛ ۱۱۷ کسان مړه شوي

په بنګله‌دېش کې د ډینګي ناروغۍ د چټک خپرېدو له امله اندېښنې ډېرې شوې دي. د دغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې ۴۲ زره او ۵۹۰ کسان د دغې ناروغۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي او ۱۱۷ کسان مړه شوي دي.

د بنګله‌دېش د روغتیا وزارت وايي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور د ډینګي ناروغان مړه شوي او یو زر او ۵۵۸ نور روغتونونو ته انتقال شوي دي. دا په روان کال کې په یوه ورځ کې د بستر شویو ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ده.
ډینګي د مچیو له لارې خپرېدونکې ناروغي ده چې د تبې، شدید سر درد او په ځینو مواردو کې د مرګ لامل کېدونکو اختلاطاتو سبب کېدای شي.
روغتیايي متخصصین خبرداری ورکوي چې ښايي سپټمبر د ډینګي ناروغۍ له پلوه تر اګست هم سخت وي؛ ځکه اګست د روان کال تر ټولو لوړه میاشتنی کچه ثبت کړې وه. د ډینګي د پېښو زیاتوالي پر داسې مهال د بنګله‌دېش پر روغتیايي سیستم فشار زیات کړی چې دغه هېواد له پراخې شري ناروغۍ سره هم مخ دی او سږ کال د شري له امله نږدې زر ماشومان مړه شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

امریکا د نړیوالې جنايي محکمې واک غیرقانوني بللی

د ټرمپ ادارې په رسمي ...