د ايران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ياد هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د یوه ایراني موټر چلوونکي په ګډون ١٠ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپور له مخې، پېښه پرون سهار د زاهدان او بم ښارونو ترمنځ پر لویه لاره، د کهورک په سیمه کې له یوه بار وړونکي موټر سره د افغان کډوالو موټر د مخامخ ټکر له امله رامنځته شوې او وروسته يې اور اخیستی دی.
راپور زیاتوي، د پېښې له امله د مړو شویو کسانو جسدونه سخت سوځېدلي چې پېژندنه يې ناشونې ده او د مړو شويو کسانو هويت لا نه دی څرګند شوی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس