Home » سیمه او نړی » پاکستان پنجاب پولیسو؛ په لاهور کې د مولانا فضل‌الرحمن د تګ راتګ مخه نیولې
مولانا فضل‌الرحمن

پاکستان پنجاب پولیسو؛ په لاهور کې د مولانا فضل‌الرحمن د تګ راتګ مخه نیولې

د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي، د پنجاب پولیسو په لاهور کې د دغه ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن د استوګنې ځای بهر خپل سرتېري ځای پر ځای کړي او نوموړي ته یې له کوره د وتلو اجازه نه ده ورکړې.

د دغه ګوند د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه مولانا فضل‌الرحمن د سه‌شنبې په ورځ د لاهور د عالي محکمې د وکیلانو ټولنې په بلنه یوې غونډې ته وینا وکړي؛ خو پولیسو یې د تګ راتګ مخه نیولې ده.

د جمعیت علمای اسلام ګوند سناتور کامران مرتضی ویلي، د یوه لوی سیاسي ګوند د مشر د تګ راتګ محدودول د مدني ازادیو او دیموکراتیکو اصولو خلاف عمل دی.

نوموړي له پولیسو غوښتي، چې سمدستي د مولانا فضل‌الرحمن پر تګ راتګ لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او هغه ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړي.تر اوسه د پنجاب پولیسو او ایالتي حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کاپ۳۱ غونډه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په اړه له سیاسي هوکړې پرته پای ته ورسېده

په ترکیه کې د اقلیمي ...