Home » افغانستان » وکیلان:د ښوونکو د معاشونو د یوشان کېدو له امله د ارګ او امنیت شورا تر فشار لاندې یوو
رویداد خبري آژانس

وکیلان:د ښوونکو د معاشونو د یوشان کېدو له امله د ارګ او امنیت شورا تر فشار لاندې یوو

دافغانستان د ولسي جرګې یوشمېرغړي د ښوونکو د معاشونو د يو شان کېدو له کبله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنيت شورا تر فشار لاندې دي.

دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق‌ احمد عثماني په پروان کې د ښوونکو په يوه غونډه کې مطرح کړه.

احمد عثماني وايي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا د دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا شي او د ۱۴۰۰مالي کال بودجه تصويب کړي، فشارونه وارد کړي دي.

نوموړی وايي، تر هغه چې د ښوونکو معاشونه لوړ شوي نه وي، دوی به له خپلې پرېکړې په شا نه شي.

خو د ماليې سرپرست وزير محمد خالد پاینده وايي، که بودجه تصويب نه شي، نو بې‌ وزلي او اقتصادي ستونزې به ډېرې شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...