Home » افغانستان » هېواد کې د خوارځواکۍ پراخېدو ته د ډاکټرانو اندېښنه

هېواد کې د خوارځواکۍ پراخېدو ته د ډاکټرانو اندېښنه

په هېواد کې یو شمېر ډاکټرانو د خوارځواکۍ پراخېدو ته اندېښنه ښودلې او وایي چې اوس مهال په افغانستان کې ۳،۲ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي.

او همدا راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف)  افغان ماشومان د نړۍ تر ټولو زیانمن ماشومان بللي او زیاته کړې یې ده چې د امکاناتو د نشتون له امله  له ۹زرو زیات ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ  او ۵میلیونه نور ماشومان له لوږې کړېږي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو خبرداری ورکړی و.

په هېواد کې یو شمېر ډاکترانو د خوارځواکۍ پراخېدو ته اندېښنه ښودلې او وایي چې اوس مهال په افغانستان کې ۳،۲ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي.

د تغذیې متخصص همایون لودین، د خوارځواکي په اړه وایي چی په افغانستان کې ۴۱ سلنه ماشومان په موسمنه یا د قد ټیټوالي خوارځواکۍ اخته دي.

“خوارځواکي دوه عمده لاملونه لري. لومړی ناروغۍ  لکه، اسهال او یا سینه بغل او دویم ناسم خوراکي مواد د دې لامل کېږي چې ماشومان په خوارځواکي اخته شي.”

لودین زیاته کری “موږ په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو، له نېکه مرغه موږ خپل فعالیتونه د هېواد په مختلف ولایاتو او کلیو کې خپل وړیا خدمات د هغو میندو او ماشومانو لپاره چې په خوارځواکۍ اخته دي پیل کړي.”

همدا راز د تغذیې بل  متخصص، عبدالولي سمندري وايي: “خوارځواکي هغه حالت دی چې د غذایي موادو د نشتون له امله رامنځته کېږي.خوارځواکي یوه نړیواله ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې شته په ځانګړې توګه په افغانستان او افریقایي هېوادونو کې د نړیوال سازمان د راپورونو له مخې  په نړۍ کې ۱۵۰میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.”

 بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې پر خوارځواکۍ اخته کسانو کې ۳،۲ میلیونه ماشومان او ۸۰۰ زره امینداورې میندې شاملې دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اړیکو مسوول، ضیا الدین صافي وایی: “اوس مهال په افغانستان کې ۳،۲ میلیون ماشومان چې عمر یې له شپږ تر ۵۹ میاشتو  دی او ۸۰۰زره شېدې ورکوونکې او امېندوارې مېرمنې له خواځواکۍ کړېږي.”

د یادولو وړ ده چی د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف)  هم افغان ماشومان د نړۍ تر ټولو زیانمن ماشومان بللي او زیاته کړې یې ده چې د امکاناتو د نشتون له امله  له ۹هزرو زیات ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ  او ۵میلیونه نور ماشومان  له لوږې کړېږي.

د راپورونه له مخی تر دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو خبرداری ورکړی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...