له څلور کلن ځنډ وروسته، هند د افغانانو لپاره د ویزو ورکولو لړۍ بیا پیل کړه.
د هندي رسنیو د راپور له مخې دا پرېکړه د هند د بهرنیو چارو د وزیر ویکرام میسري او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ترمنځ په دوبۍ کې وشوه.
په دې ناسته کې افغانستان له هند څخه وغوښتل چې د افغان زدهکوونکو، ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزو ورکړه اسانه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال، اعلان وکړ چې هند د افغانانو لپاره د ویزو ورکولو بهیر بیا پیل کړ. دا پرېکړه د هند او افغانستان ترمنځ د اوږدمهاله تاریخي اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوې ده.
د ویزو دا نوې لړۍ به لومړی د زدهکوونکو، ناروغانو او سوداګرو لپاره وي، او تمه ده چې تر اګست ۲۰۲۵ پورې افغانانو ته د هند د ګرځندوی (توریست) ویزې هم ورکړل شي .
د هند د ویزو د بیا پیل دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو او د افغانانو لپاره د زدهکړې، درملنې او سوداګرۍ په برخو کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس
