Home » افغانستان » نیویارک ټایمز:که د امریکا هوايي ملاتړ نه وای کندهار به اوس د طالبانو ترسختې کلابندۍ لاندې وای
رویداد خبري آژانس

نیویارک ټایمز:که د امریکا هوايي ملاتړ نه وای کندهار به اوس د طالبانو ترسختې کلابندۍ لاندې وای

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغان ځواکونو څخه د امریکا هوایي ملاتړ ته په اشارې ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او که چېرته د امریکا هوایي ملاتړ نه وای نو کندهار ښار به اوس هم د طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې وای.

نیویارک ټایمز په کندهار کې د ملي اردو د یو قومندان ډګروال ذبیح الله غورځنګ له قوله ویلي، که څه هم افغان ځواکونه پیاوړي دي او کولی شي په یوازې ځان د خپلې خاورې دفاع وکړي خو طالب وسله والو پر کندهار ښار برید ته پوره چمتوالی نیولی وو او په وینا یې، که چېرته د امریکا هوایي ملاتړ نه وای نو طالبان به اوس په کندهار ښار کې ناست وو.

د یادونې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین پرون په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته ویلي چې ټرمپ غواړي له افغانستان څخه ټول سرتېري تر مې میاشتي پوري خپلو کورونو ته راستانه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...