ننواتې د پښتو په کلتور او عنعناتو کې پښيمانتيا ته وايي
د پښتو دستور دى کله چې يو شخص په خپلو کړنو پښيمانه شي او غواړي له مقابل لوري بخښنه وغواړي نو د څو قامي مشرانو په وسيله د مقابل لوري کور ته د ننواتې په موخه ورځي قامي مشران بيا يوه جرګه جوړوي چې په هغې کې د ټولو خواوو څخه مخور مشران ګډون کوي قامي مشران د شخص د پښيمانتيا علت شريکوي مقابل لوري ته وايي چې دغه شخص پخپلو کړو پښيمانه دى او غواړي د خپلې غلطۍ په مقابل کې له تاسې بخښنه وغواړي.
د پښتو په قانون کې پړ سړى که خپله غلطي ومني نو دستور دا دى چې بايد بخښنه ورته وشي.
وروسته له هغې د ټولو خواوو مخور مشران د پړ شخص په حق کې فيصله کوي. د مشرانو په وينا کله چې يو شخص د ننواتې په موخه چاته څاروي يوسي دا په دې معنا وي چي جانب مقابل لوري په زړه کې خيره ختمه شي.
خو کله چې څاروي رد کړل شي نو مانا دا چې ننواتې ېې ونه منله او په سينه کې يې د انتقام اور بل دى
خو ځيني خلګ سره له بخښنې د چا راوړي څاروي نه اخلي او هغه هم وربخښي خو بيا هغه مدايي چا چې زياتى کړى دى، او اوس بخښنه غواړي د ډار حس کوي د دې وجهي نه قامي مشران د جانب مقابل سړي کور ته سره له څاروي ورځي او دواړه خواوې لاس تر غاړې کوي څاروي حلالوي او د زخم مرهم پټۍ چې عبارت له نغدو پيسو څخه دى هغه يې پور ايښى وي ورکول کيږي.
خو اکثره پښتانه بيا دغه پور نه اخلي او پړ شوي شخص ته يې سره له ګناهونو وربخښي.
د شيرزادو د سرتاسري شورا قامي مشر مسلم خان خوګياڼى په خپلو خبرو کې رويداد خبري اژانس ته وويل ” په شيرزادو او نورو پښتنو سيمو کې اوس هم د ننواتې دستور ژوندى دى يوازنۍ کړنه چې اوس پرې بنديز لګيدلى او نه ترسره کيږي هغه په بدو کې د ښځو ورکړه ده پخوا به چې چا قتل وکړ نو د ننواتې ترڅنګ به يې په پړه کې خور لور ورکوله چې دغې چاري د ښځو په ژوند ډېره بده اغيزه لرله ښځه به چې د مقابل لوري ته په بدو يا پړه کې ورکړل شوه، نو د کورنۍ غړو به يې پيغورونه کول او سختي ورځي به يې پرې تيرولې چې په دې توګه به د ښځي ژوند عذاب شو او کورنۍ به يې هم د اور په لمبو سوځيدله خو وروسته په دغه چاري کلک بنديزونه ولګيدل و اوس بديانې په خبرو او ننواتو خلاصيږي “

پخوا د ننګرهار ولايت په ټولو پښتون ميشتو سيمو کې او ان پشه يانو او د درى ژبو خلګو هم په دښمنی کې د ننواتې ترڅنګ لور خور هم په پړه کې ورکوله خو اوس د لور خور ورکړه له سل سلنې څخه ۹۵سلنه ختمه شوې ده.
شير عالم امله وال چې دره نور ولسوالۍ نوم وتى ليکوال دى د ننواتو په هکله وايي ” زموږ په سيمه کې به پخوا وينه په وينه وينځل کيده خو کله به چې يو شخص پخپلو کړو پښيماني وښودله نو د ننواتې ترڅنګ به يې لور خور هم په پړه کې ورکوله خو اوس په بديو کې څوک لور خور نه ورکوي بلكي په ننواتو او مرهم پټيۍ يې خلاصوي “
د ننواتې عنعنات دود او دستور له زرو کلونو څخه په افغانستان کې رواج دى کله چې يو شخص خپله پړه ومنله نو د قام مخور يې پړ بولي او لازمه پړه پرې ږدي.
هغه وايي چې پړ شي نو مړ شي
شفيع الله کاکړ رويداد نيوز ننګرهار
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس