Home » افغانستان » مسکو د افغانستان ـ تاجیکستان پولې امنیت څاري
مسکو

مسکو د افغانستان ـ تاجیکستان پولې امنیت څاري

روسي رسنیو د مسکو د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي، الکساندر سټرنیک، له قوله راپور ورکړی چې روسیه د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله د امنیت وضعیت له نږدې څاري.
سټرنیک ویلي، مسکو د تاجیکستان د سویلي پولو د امنیت د ټینګښت په برخه کې له دغه هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. د هغه په وینا، د روسیې امنیتي ادارې د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ته تخنیکي وسایل، پوځي تجهیزات او وسلې برابروي.
د روسي چارواکي په وینا، دغه مرستې د تاجیکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د پنځه کلن پروګرام او د تاجیکستان د وسله‌والو ځواکونو د عصري کولو د پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان کې د تاوتریخوالي له امله مرګ‌ژوبله ۸۳ سلنه زیاته شوې

د پاکستان د امنیتي څېړنو ...