Home » افغانستان » له ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکیې ایستل شوي

له ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکیې ایستل شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، سلګونه افغان کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد وزارت نن (یکشنبې، د لړم۲۰مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۲۵ افغان کډوال په تېرو دوو ورځو کې له ترکیې ایستل شوي او بېرته هېواد ته په الوتکه کې راستانه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په راستانه شوي کډوالو کې داسې کسان هم شامل دي چې د ترکیې قانوني اسناد یې لرل او ځینې یې بې ‌اسناده وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ترکیې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

تردې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ترکیې پولیسو په سنبله میاشت کې شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال له نیول کېدو وروسته په استانبول کې د اخراج مرکزونو ته انتقال کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...