د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، سلګونه افغان کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد وزارت نن (یکشنبې، د لړم۲۰مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۲۵ افغان کډوال په تېرو دوو ورځو کې له ترکیې ایستل شوي او بېرته هېواد ته په الوتکه کې راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په راستانه شوي کډوالو کې داسې کسان هم شامل دي چې د ترکیې قانوني اسناد یې لرل او ځینې یې بې اسناده وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ترکیې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.
تردې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ترکیې پولیسو په سنبله میاشت کې شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال له نیول کېدو وروسته په استانبول کې د اخراج مرکزونو ته انتقال کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس