Home » افغانستان » له نظامي يونيفورم او وسلې سره سېل‌ځايونو ته پر ننوتو بنديز ولګېد

له نظامي يونيفورم او وسلې سره سېل‌ځايونو ته پر ننوتو بنديز ولګېد

د کابينې د تازه پرېکړې له مخې، د اسلامي مارت سرتېري سېل‌ځايونو او د ساعت تېرۍ نور ځايونو ته له نظامي يونيفورم او وسلې سره له ننوتلو منعه شول.

د سلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد نن چهارشنبه د (سلواغې په ۱۳مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، د يادې پرېکړې له مخې سرتېري مکلف ګڼل شوي چې سېل‌ځايونو (پارکونو) ته د ننوتو پرمهال ټول اصول او لايحې په پام کې ونيسي.

له دې وړاندې عامو خلکو شکايت درلود چې د اسلامي امارت سرتېري پارکونو او سېل ځايونو ته له نظامي يونيفورم او وسلې سره ننوځي چې دا کار د وېرې خورېدو لامل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...