د قطر د دولت د نړیوالو همکاریو وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند په دوحه کې د بشري ډیپلوماسۍ او اوبو امنیت په اړه یوې غونډې ته د خپل هېواد په بشري فعالیتونو کې د افغانستان یادونه کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هغې ویلي چې دغه هېواد د بشري مرستو، ډیپلوماسۍ، منځګړیتوب، د بیارغونې د چارو د تمویل او بېځایه شویو ملکي وګړو د ملاتړ له لارې په افغانستان، غزه، سوډان، لبنان، سومالیا او سوریه کې، چې له بحرانونو سره مخ دي، رول لوبولی دی.
دغې قطري چارواکې همداراز د جګړو پر مهال د اوبو د سرچینو او حیاتي بنسټونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د جګړو له امله له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا اړینه ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس