د بنګلهدېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه غواړي د ډسمبر په ۱۶مه، چې د دغه هېواد د خپلواکۍ په جګړه کې د پاکستان د ماتې او د جګړې د پای ته رسېدو له کلیزې سره برابره ده، له هند څخه خپل هېواد ته ستنه شي.
رویټرز خبري اژانس د حسینې د ویاند سید معظم علي له قوله راپور ورکړی، چې نوموړې د بنګلهدېش له حکومت څخه غوښتي څو د دغه هېواد د ملي هوايي شرکت په الوتکه کې له نوي ډیلي څخه ډاکې ته د هغې د ستنېدو زمینه برابره کړي.
دا لومړی ځل دی چې شېخ حسینه بنګلهدېش ته د ستنېدو لپاره مشخصه نېټه اعلانوي؛ خو د دغه هېواد حکومت وايي، نوموړې یوازې د هند له لارې د استرداد د بهیر له بشپړېدو وروسته بېرته ستنېدای شي.
د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزارت یو دولتي وزیر رویټرز ته ویلي، چې حسینه به د ستنېدو په صورت کې ونیول شي او زندان ته به ولېږدول شي. نوموړي د هغې د ځانګړې الوتنې د برابرولو غوښتنه هم رد کړې ده.
شېخ حسینه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د محصلینو له پراخو لاریونونو او د حکومت پر ضد د اعتراضونو له زیاتېدو وروسته له واکه لرې او هند ته وتښتېده.
نوموړې تېر کال په غیابي محاکمه کې د لاریونونو د خونړي ځپلو په تړاو پر اعدام محکومه شوه، خو پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د حسینې د حکومت پر ضد د لاریونونو او د هغو د ځپلو په ترڅ کې ښايي تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي وي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس