Home » سیمه او نړی » روبیو د نړیوال اقتصادي ثبات پر ساتلو د G20 پر غړو هېوادونو غږ کړی
نړیوال اقتصادي ثبات

روبیو د نړیوال اقتصادي ثبات پر ساتلو د G20 پر غړو هېوادونو غږ کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په اتلانتا کې د شلو سترو اقتصادونو ډلې (G20) د استازو په غونډه کې پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د نړیوال اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.

روبیو ویلي، هېوادونه باید د نوي مالي نظم پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو او ننګونو د مقابلې لپاره ګډ چمتووالی ونیسي او دوه‌اړخیزې او څو‌اړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي.

دغه غونډه چې د نړیوالو اقتصادي ننګونو او ناامنیو تر سیوري لاندې جوړه شوې، تر ډېره د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پالیسیو پر همغږۍ او د راتلونکو اقتصادي هڅو پر پراختیا متمرکزه ده.

دا غونډه د اکټوبر په ۳۰مه پیل شوې او ټاکل شوې نن، د اکټوبر په ۳۱مه، پای ته ورسېږي.

بلخوا، واشنګټن د غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډ رسمي انځور اخیستلو پروګرام لغوه کړی دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د یو شمېر اروپايي هېوادونو استازو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ترڅنګ په ګډ انځور کې د درېدو پر وړاندې سخت مخالفت او اعتراض څرګند کړ.

فتانه کمال

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان د افغان سوداګرو د کانتینرونو لیلام ودراوه

د پاکستان د ګمرکونو چارواکي ...